اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) سېنېټ په 37 چوكو به ټاكنو لپاره پولنګ به ﴿نن﴾ د شورو په ورځ كيږي،پولنګ به درې واړه صوبائي اسمبليو او قومي اسمبلۍ كښې سهار 9 بجو نه تر مازيګر 5 بجې كيږي۔ په سندھ كښې 11 دغسې خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې 12،12 چوكو به پولنګ كيږي۔وفاقي پايه تخت كښې به په 2 چوكو پولنګ كيږي۔37 چوكو كښې تر ټوله مقابله د وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې پخواني وزيراعظم سيد يوسف رضا ګيلاني او د خزانې صلاحكار عبد الحفيظ شيخ ترمينځه كيږي۔وفاقي پايه تخت په دوه چوكو څلور كانديدانو ترمينځه مقابله كيږي۔سندھ كښې 7 جنرل چوكو به 10 كانديدان ، د ټيكنو كريټ په دوه چوكو 4 كانديدان او د ميرمنو په دوه چوكو درې كانديدانو ترمينځه مقابله كړي۔خېبر پښتونخوا كښې 7 جنرل چوكو 11 كانديدان،دوه ټيكنوكريټس 5 ميرمنو په دوه چوكو 5 او اقليتونو په يوه چوكۍ څلورو كانديدانو ترمينځه مقابله ده۔بلوچستان څخه7 جنرل چوكو 16 كانديدانو ،دوه ټيكنو كريټس 4 كانديدانو ، د ميرمنو پھ دوه چوكو 8 او اقليتونو په يوه چوكۍ 4 كانديدانو ترمينځه مقابله ده۔موجوده وزيران شبلي فراز،فيصل واوډا،ډاكټر عبدالحفيظ شيخ هم ټاكنو كښې برخه اخلي۔پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني،پخواني ډپټي چئيرمېن سېنېټ عبدالغفور حيدري،د اطلاعات پخوانۍ وزيره شيري رحمان، د قانون پخوانې وزير فاروق ايچ نائيك،پخواني غړي آسيه ناصر،عثمان خان كاكړ،مولانا عطاء الرحمن،سرفرازبګټي،ستاره اياز،محسن عزيز،ذيشان خانزاده،تاج آفريدي ټاكنو كښې بيا برخه اخلي۔پنجاب څخه په 11 چوكو ټول كانديدان د مقابلې نه غير منتخب شوي۔
د سېنېټ په 37 چوكو به ټاكنو لپاره پولنګ ﴿نن﴾ د شورو په ورځ كيږي
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت