اسلام آباد۔11اکتوبر(اے پی پی)د وزيراعظم عمران خان په خصوصي هدايت خاص مرستيالې سېنېټر ډاكټر ثانيه نشتر وفاقي حكومت څخه د مطلوبه مالي مرستې جاج اخستلو له د هرنائي زلزله ځپلې سيمو دوره وكړه۔ د دورې نه وروسته هغې د وزيراعظم په منظورۍ سره د هرنائي ټولو كورنيو لپاره د وفاقي حكومت د نغدې مرستې پېكج اعلان كړو۔ ډاكټر ثانيه نشتر ځپليو سره د يو والي څرګندونه كولو سره ووئيل چې د سماجي تحفظ پروګرام د زلزله ځپليو وګړو بحالۍ له مهم دے ٬ وفاقي حكومت به د هرنايي کورنیو ته د فوري مرستې په توګه 12 زره روپۍ نغدې وركوي ٬ د مرسته به د احساس پروګرام ترسېوري لاندې كولې شي۔ د هغې وېنا وه چې دا مرسته به ځپليو كورنيو لپاره د شوي زيان تفصيلي تشخيص نه وروسته د وركړې كېدونكې معاوضې نه علاوه وي۔ په هرنائي کښې ډاکټر ثانیه سره د قامي اسمبلۍ ډپټي سپیکر قاسم خان سوري ، د بلوچستان چیف سېکرټري ماتهر نیاز رانا ، د پاکستان بیت المال اېم ډي ملک ظهیر عباس کھوکھر ، د سبی ډویژن کمشنر ، د هرنائي ډپټي کمشنر او د احساس اعلی چارواكي هم موجود وو۔ ډاكټر ثانيه نشتر په ګرده ضلع كښې د زلزلې د لاسه په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه وكړه او كلي شور او د هرنائي تحصيل نورو سيمو كښې ئې د ځپليو كورنيو حال احوال معلوم كړو۔ ځپليو سره د خواخوږۍ څرګندونه كولو سره هغې ووئيل وفاقي حكومت په دې سخت وخت كښې د هرنائي اولس سره دے او دوئي ته د فوري ريليف وركولو له به هره ممكنه هڅه كولې شي۔ هغې ووئيل په هرنائي كښې احساس قومي سماجي او اقتصادي رجسټري سروے بشپړ شوې ده ٬ رجسټرېشن ډېسك به خپله په اندراج كښې هغه كورنيو ته آسانۍ وركوي كومې چې مرستې ته اړتيا لري۔ دې نه وړاندې ډاكتر ثانيه نشتر د ډسټركټ روغتون هرنائي دوره هم وكړه او د زلزلې په مهال د ژوبل شويو كسانو تپوس پوښتنه ئې وكړه۔ تېره ورځې هغې د بلوچستان ګورنر سره د سي اېم اېچ هم دوره وكړه او دغلته درملنو ته بستر كړې شويو وګړو سره ئې ملاقات وكړو۔ د وزيراعظم د هدايت لمخې په هرنائي ضلع كښې خلكو ته تيار خوراك وركولو له د ‘احساس څوك نهر وده نه شي’ دوه ټركونو د نن كار پېل كړے دے۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د روانې مياشتې په 7 مه نېټه د بلوچستان په بېلو سيمو كښې سخته زلزله راغلې وه ٬ د دغې زلزلې د لاسه د بلوچستان هرنائي زلزله تر ټولو زياته ځپلې شوې ده۔
د وزيراعظم د خصوصي مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر د هرنائي دوره٬ په زلزله ځپلې سيمو كښې ئې وفاقي حكومت څخه د مطلوبه مرستې جاج واخست
مضمون کا ماخذ : لاتعداد وشال پانڈا