جېکب آباد۔28فروری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پیپلز ګوند په لانګ ما??چ كښې د سندھ حكومت سركاري مشنري كارولې شي٬ د سندھ پوليس او فائر برګېډ په ګاډو كښې د پيپلز ګوند جھنډې وېشلې شي٬ د دا اولس په حقونو ډاكه نه ده نو څه دي ٬ ټولې محكمې سندھ حكومت سره دي نو بيا په 15 كلونو كښې د صوبې مسئلې ولې حل نه شوې۔ په جېكب آباد كښې ميډيا سره خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل وزیر اعظم عم??ان خان ته د اولس د تكليف احساس دے د سندھ اولس به د پيپلز ګوند نه خلاص كړي۔ وزیر اعظم عم??ان خان د هېواد لوټ كوؤنكې مافياز مقابلې لپاره راوتلې دې۔ هغه ووئيل ځائې په ځائې د سندھ حقوق مارچ په هركلي كولو د سندھ اولس مننه كوم۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل كه بلاول پنجاب او اسلام آبا?? ته تلې شي نو مونږ سندھ او لاړكانه ته ??لې نه شو تلې۔ هغه ووئيل زه چېلنج وركوم چې وزيراعظم عم??ان خان او زرداري دې يو بل ته ??خامخ شي٬ زراداري دې د عم??ان نه د درې كالو حساب وغواړي ٬ عم??ان به د 3 كالو حساب وركړي او بيا دې عم??ان خان د زرداري نه د 15 كالو حساب وغواړي بيا دې اولس پرېكړه وكړي چې هېواد چا لوټ كړې دې۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل یوکرېن څخه د پاكستاني طالبعلمانو بېرته راوستلو له مې د پولېنډ، ھنګری او رومانيه حكومتونو سره رابطه كړې ده ٬ د يوكرېن خارجه وزير سره هم خبره شوې ده۔ كه لويې څښتن ته ??نظور وي پاكستانيان به حفاظت سره خپل هېوا?? ته راشي۔ په كراسنګ پوائنټ كښې اضافې سره به پاكستانيان بېرته خپل هېوا?? ته راشي ٬ ځينې پاكستانيانو دغلته ??دونه كړي دي هغوي دغلته ??اتې كېدل غواړي خو كوم چې دلته راتلل غواړي هغوي به راوستلې شي۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل زه مطمئن يمه٬ د سندھ خلك مې وليدل چې هغوي د پيپلز ګوند نه خلاصون او د 15 كلونو حساب غواړي۔
د پيپلزګوند په لانګ مارچ كښې د سندھ سركاري مشنري كارولې شي٬ ټولې محكمې سندھ حكومت سره دي٬ په 15 كالو كښې د صوبې مسئلې ولې حل نه شوې٬ شاه محمود قرېشي
مضمون کا ماخذ : نقدی پھٹنا