تھرپارکر 22 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي د تھر صحرا نن ګرد هېواد لپاره رڼاګاني خپروي او د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ مرکز جوړيږي، زراعت ، ټیکنالوجی،تجارت، سرمایه ??ار?? او اکنامك زونز جوړول د سي پيك راروان پړاؤنه دي ٬ كوم به چې اوس مخ په وړاندې بوتللے شي٬اتحادي حکومت به كه پاك پروردګار ته منظور وي په ګډه پاکستان ستونزو څخه اوباسي، د پاکستان د پرمختګ دښمنان به ناكامه كېږي، د هېواد آئین مونږ ټولو لپاره مقدم دے،د پاکستان پراخه ګټې لپاره كه مونږ له د خپل ځ??ن قربانۍ وركول وي نو هم به ترې ډډه ونه كړے شي٬ څوك هم د قانون او آئین څخه بالاتر نه دے ،څوك هم په هېواد كښې ترهه ګرو له پناه نه شي وركولې،د ترهه ګرو څخه ډھال جوړول به ونه زغملے شي او د دې به چري هم اجازه ورنه كړې شي۔ده د ش??رو په ورځ تھر كښې د سكرو څخه چليدونكي د توان دوو پروژو پرانسته كولو دستوري ته وينا كوله۔ په دې موقع خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ، وفاقی وزيران چوهدري سالك حسین، احسن اقبال، انجینئر خرم دستګیر خان، مرېم اورنګزیب، د سندھ وزیرِاعلی مراد علي شاه، د چین نائب ناظم الامور پانګ چن شوئي او د سندھ د توان وزير امتیاز احمد شیخ هم موجود وو۔ وزیراعظم ووئيل نن ټول پاکستان لپاره د خوشحالۍ ورځ ده نن د تھر صحرا كښې په زړه پوري هڅو 330 می??او??ټ يوه منصوبه تھل نوووا تھر او 1320می??او??ټ يوه بله منصوبه شنګھائی الیکټرك كوم چې تھرکول بلاك سره تړلې ده پرانسته شوې ،دې نه علاوه د سكرو راوېستلو يوي بلي منصوبې هم پرانسته شوې ، وزیراعظم ووئيل تھر يوه صحرا وه او په صحرا كښې د شګو نه علاوه نور څه هم نه وؤ،په لسيزو اډانه كوټلي منصوبه بندۍ او تګلاري په سوب نن دا صحرا په صنعت او حرفت بدله شوې ، ده ووئېل د شګو ميدان نن دلته په زرګونو می??او??ټ برېښنا پيدا كوي او د هغي رڼاګاني په ټول پاكستان كښې خپريږي او دا صحرا د ټول پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ موجب جوړېږي۔ ده ووئيل نن چې كوم كسان وائي چې د سكرو په بنياد بايد برېښنا جوړه نه شي هغه كسان د پاکستان د پرمختګ او سوكالۍ مخالف دي، د تهر سكرو پانګي د څښتن د اړخه زمونږ لپاره ډالۍ ده او تر 100 كاله پكار پانګي دلته شته كومې چې په زرګونو می??او??ټ برېښنا پیدا کولې شي۔ده ووئيل دلته چې كومه 220 می??او??ټ برېښنا جوړېږي كه دا د درآمد شوو سكرو په بنياد چليدلې نو په اربونو ډالره به د سكرو په درآمد خرڅ شوې وي او د دې په مقابل كښې څښتن مونږ له د ځائې سكرو په صورت چې كومه ډالۍ راكړي كه دا كارولې شوې وه نو د اربونو ډالره سكاره به نه درآمد كيدل او دلته به هر ځائې سوكالي وه او دا صحرا به د پرمختګ او كارخانو او صنعت مرکز جوړ شي او دې سره به اولس ته روزګار ترلاسه شي۔ وزیراعظم د وفاقی حکومت د اړخه د تھر ??ار??نانو او وګرو لپاره د روغتون جوړولو اعلان وكړو ۔ ده ووئيل دا روغتون به جوړېږي۔ وزیراعظم د دستوري په آخر د پاك چين ملګرتيا زنده باد او پاکستان زنده باد او قائداعظم زنده باد نعرې وهلې۔ دې څخه وړاندې وزیراعظم مټھی كښې د 330 می??او??ټ تھل نووا تھرپاور پلانټ پرانسته وكړه او په منصوبه كار كوونكو انجینئرز سره ئې ملاقات وكړو۔ وزیراعظم په تھر كښې د 1320 می??او??ټ شنګھائی الیکټرك پاور پلانټ منصوبې پرانسته هم وكړه۔په دې موقع ده د پلانټ د بيلو برخو څارنه وكړه۔دغسې وزیراعظم ته د تھربلاك ون مائن څخه د سكرو وركولو ، بوائلرز، کولنګ ټاورز په اړه بريفنګ هم وركړے شو
اتحادي حکومت به په ګډه پاکستان ستونزو څخه بهر كړي، د تھر صحرا نن ټول هېواد لپاره رڼاګاني خپروي۔وزیراعظم شهباز شریف
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا جیک پاٹ