اسلام آباد 14 جولائي(اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن ته پاكستان كښې په ځاې كړی شويو د 6 هېوادونو سفيرانو خپل سفارت اسناد وړاندې كړي دي ۔د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې په يوه دستوره كښې سفارتې اسناد وړاندې كوونكو كښې سويډن٬ صوماليه٬كوريا٬ آذربائيجان او د سوډان سفير او بنګله د دېش هائي كمشنر شامل وو۔د دې څخه وړاندې د هر هېواد نامزد سفير اولس مشر سره جلا جلا د ايوان صدر مركزي دروازې ته راوستل شول چرته چې ورته ګارډ آف آنر وړاندې كړی شو ۔په دې اړه د اړوندو هېوادونو او د پاكستاني قامي سرود وغږولې شو۔د دې نه پس په ځاې كړی شويو سفيرانو اولس مشر سره ملاقات وكړو۔پھ دې موقع اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاكستان ټولو هېوادونو سره د ملګرتيا او د ورورورلۍ اړيكې غواړي٬ په خاص توګه منطقه كښې د امن لپاره ګاونډيانو سره د ملګرتيا اړيكې ډېرې مهمې دي۔اولس مشر ووئيل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ پراخه موقعې شته او د دې نه نړيوالو سرمايه كارو له بشپړه ګټه پورته كول پكار دي۔اولس مشر ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد بې شمېره قربانۍ وركړي او د دې خاتمې لپاره لوظي دے۔ده ووئيل ضرب عضب عمليات پھ كاميابۍ سره روان دي تر آخري ترهه ګر به دا عمليات روان ساتلې شي
اولس مشر ممنون حسېن ته پاكستان كښې په ځاې كړې شويو د 6 هېوادونو سيفرانو خپل دستاويزات وړاندې كړه
مضمون کا ماخذ : بڑا برا بھیڑیا۔