اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د قامي سلامتيا کمېټۍ پرېكړه كړې چې تحريك لبېك پاكستان سره به يواځې د آئين او قانون په دائره كښې مذاكرات كولې شي، د قانون شكنۍ په نورو كاروائيو كښې به هېڅ ډول رعايت نه كوٶ او نه به ناجائزه غوښتنې تسليموٶ ٬ وزيراعظم عمران خان امر كړے چې د اولس د ځان او مال تحفظ او د رياستي حكمرانۍ په ځائ ساتلو لپاره دې ټول اقدامات باوري كړے شي، يو ډلې ته به د امن صورتحال خرابولو او په حكومت د فشار اچولو اجازه ورنه كرې شي۔ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ 35م غونډه د جمعې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې شوې چې پكښې وفاقي وزيرانو٬ د قامي سلامتيا سلاحكار ، د جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن، د دريو واړو وسله والو ځواكونو مشرانو، د آئي اېس آئي ډائرېكټر جنرل، د آئي بي او د اېف آئي اے سينئر سول او عسکري چارواكو ګډون وكړو۔ د کمېټۍ په غونډه كښې د هېواد په كورنۍ وضعه او د تحريك لبېك پاكستان (ټي اېل پي) د احتجاج پحقله بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم عمران خان غونډې ته خپلې وېنا كښې ووئيل يو ډلې ته به د امن عامه صورتحال خرابولو او په حكومت د فشار اچولو اجازه ورنه كرې شي٬ د کمېټۍ په غونډه كښې د ټي اېل پي د احتجاج په مهال ځان او مال ته په زيان رسولو د تشويش څرګندونه وشوه٬ په كمېټۍ كښې پرېكړه وشوه چې د قانون شكنۍ په نورو كاروائيو كښې به هېڅ ډول رعايت ونه كړې شي ٬ كمېټۍ د پوليس وظيفائي كاركردګۍ او تحمل ته پېرزوئنې وړاندې كړې د چا چې 4 اهلكار شهيدان او د 400 نه زيات ټپيان شوي٬ كمېټۍ د دې خبرې پخلے وكړو چې د تحمل مطلب دې هېچرې كمزوري ونه ګڼلې شي٬ پوليس د ځان او مال تحفظ لپاره د دفاع حق لري، رياست د سوله ايز احتجاج حق تسليموي خو ټي اېل پي قصداً هېواد كښې د عدم استحكام راپېدا كولو لپاره سركاري او نجي املاك ته زيان رسولے او رياستي چارواكي او په عامو وګړو ئې تشدد كړے ، دا رويه د نه قبلېدو وړ ده۔ د کمېټۍ په غونډه كښې پرېكړه وشوه چې يواځې د آئين او قانون په دائره كښې به مذاكرات كولې شي او هر قسم غېر آئيني او بلاجواز مطالبې به نه تسليموو۔ وزيراعظم او د كمېټۍ غړو د امن امان صورتحال برقرار ساتلو په مهال د پوليس اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونې سره د شهيدانو كورنيو ته د معاوضې وركول او د هغوي د كورنيو پالنې له سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل حكومت په بشپړه توګه د قانون نافذ كوٶنكو ادارو په شا ولاړ دے ځكه چې دوي د قانون حكمراني په ځائ ساتلو او د اولس تحفظ كوي۔ كمېټۍ ووئيل تېرو واكمنو يا وزيراعظم د ناموس رسالتۖ تحفظ او اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره په كورنۍ او نړيواله كچه دومره كار نه دے كړے څومره چې اوسني حكومت كړے٬ حکومت په کاميابۍ سره دا مسئله په ملګرو ملتونو، او آئي سي، اروپائي ائتلاف او په نورو نريوالو فورمونو پورته كرې ٬ دغسېد رحمت اللعالمينۖ اتھارټۍ جورولو بنيادي مقصد هم د اسلام په ضد منفې پروپيګنډې مسترد كول دي۔دغسې کمېټۍ د ټي اېل پي لخوا د ناموس رسالتۖ ناسمه استعمال او د ګمراه كوونكو په سختو ټكو غندنه كړې چې په سبب ئې فرقه واريت ته هوا وركولې كېږي او هېواد دښمنه عناصر د دې څخه ګټه پورته كوي، د اربونو په شمېر مسلمانان د حضرت محمدۖ ذات سره مينه او عقيدت لري خو چرته هم په بل يو اسلامي رياست كښئ املاك او اولس ته زيان نه دے رسولے شوے ، د ټي اېل پي له امله ګرده نړۍ ته د پاكستان منفي تاثر وركړے شوے۔ د کمېټۍ په غونډه كښې ووئيل شول ټي اېل پي په ماضي كښې هم يو شمېر ځله د پرتشدد احتجاج لاره خپله كړې او هر ځل ئې غېر حقيقي مطالبات وړاندې كړې چې مقصد ئي يواځي خپل سياسي طاقت زياتول وو،د ټي اېل پي اقداماتو څخه د هېواد معيشت ته زيان رسېدلے او د رياست حکمراني چېلنج كړې شوې او امن كښې خلل راپېدا كړے شوے ٬ دغسې د ټي اېل پي اقداماتو په سبب د رياست رټ چېلنج كولو له د خوښۍ لرونكو ترهګرو ډلو خوصله هم جګه شوې۔ كمېټۍ په متفقه توګه د دې عزم پخلے وكړے شو چې د رياست خپلواكي به د هر ډول كورنيو او بهرنيو خطرو سره محفوظ ساتلې شي۔ كمېټۍ پرېكړه وكړه چې ټي اېل پي سره به يواځې د آئين او قانون په دائره كښې مذاكرات كولې شي۔ وزيراعظم عمران خان امر وكړو چې د اولس د ځان او مال تحفظ او د رياستي حكمراني په ځائ ساتلو لپاره دې ټول اقدامات باوري كړے شي
د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي سلامتيا كمېټۍ 35م غونډه٬د هېواد په كورنۍ وضعه او د ټي اېل پي د احتجاج په اړه بريفنګ
مضمون کا ماخذ : مصری ڈریمز ڈیلکس