اسلام آباد 21 مئي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې د غېر ضروري خرڅونو كمې لپاره دې ??ه ادارو كښې د اصلاحاتو عمل تند كړې شي، د کرونا له مخې د خېبرپښتونخوا معاشي وضعې نه دې اولس خبر وساتلې شي، د سخت صورتحال باوجود هر ډول ممكنه هڅې وكړئ چې پرمختيائي خرڅونه د لږ نه لږ وځپلې شي٬ د پبلك پرائيوټ پارټنر شپ زياتولو ته بشپړه پاملرنه وكړئ، صوبو كښې د توان استعداد ??ه اړه لائحه عمل د توان وزارت سره په مشاورت مرتب كړئ۔ وزيراعطم دا خبرې د خېبرپښتونخوا ?? پرمختيائي چارو ٬ راتلونكي بجټ كښې د ادارو ??ه اصلاحاتو ٬ د كرونا وائرس په تناظر كښې د صوبې معاشي صورتحال ٬ په خاص توګه د صوبې آمدن او خرڅون او د وسائلو پحقله په رامخې ته شوو مسئلو قابو موندلو لپاره د سباٶن لائحې ??ه اړه د يوې اعلې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړې۔ په غونډه كښې د رشكئ خاص اقتصادي زون جوړولو د پېشرفت ٬ د سوات موټروے فېز ټو منصوبې عملي كولو او د توان پېداوار پحقله د صوبې استعداد او د سباٶن په منصوبو تفصيلي خبرې وشوې۔ په غونډه كښې د توان وفاقې وزير عمر ايوب خان،د قامي خزانې سلاحكار ډاکټر عبدالحفيظ شېخ، د سي پېك چيئرمېن عاصم سليم باجوہ او د صوبائي حكومت لخوا ?? خېبر پښتونخوا ??علٰې وزير محمود خان ، د خزانې وزير تېمور سليم خان جھګړا، چېف سېكرټري ډاكټر کاظم نياز او ن??رو لوړ پ??رو ګډون كولو
د سخت صورتحال باوجود هر ډول ممكنه هڅې وكړئ چې پرمختيائي خرڅونه د لږ نه لږ وځپلې شي۔ د وزيراعظم عمران خان سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب