اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) برطانيه كښې مېشته پاکستاني نژاد وګړو د پاکستان حكومت له لخوا سمندر پوري پاکستانيانو ته د ووټ حق وركولو د پريكړې هركلي كولو سره وئيلي دي دې اقدام سره به په نورو هېوادونو كښې د مېشته پاکستانيانو د خپل هېواد سره رابطي لا قوي شي، جمهوري عمل او پريكړه كولو كښې به هغوي ته د شرکت موقع ترلاسه شي، په نورو هېوادونو كښې د پاكستانو وګړو ډاډګيرني سره به هېواد كښې سرمايه کاري او ترسيلات زر رالېږل زيات شي ۔ په برتانيه كښې مېشته پاکستاني وګړي افتخار احمد بټ اے پي پي سره په خپلو خبري كښې ووئيل د 40 كلونو راهسې د خپلي كورنۍ سره په برتانيه كښې مېشته يم، د حکومت د اړخه په نورو هېوادونو كښې خپلو وګړو له د ووټ حق وركولو كومه پريكړه چې شوې په هغي ډير خوشحاله شوي يو۔ ده ووئيل دې اقدام سره به سمندر پوري پاكستانيانو ته دا ګټه ورسي چې د هغوي به د خپل هېواد سره رابطه زياته شي او هغوي ته به دا خوشحالي ترلاسه شي چې په غير هېواد كښې هم چا ياد كړو۔د دې اقدام سره به په نورو هېوادونو كښې مېشته پاکستانيان خوشحاله شي او دا زمونږ لپاره د اعزاز خبره ده چې مونږ له د ووټ حق راكړے شو۔ ده ووئېل مونږ د دې اقدام بشپړ ملاتړ كوو او څومره هم پاكستانيان چې چرته هم مېشته دي بايد هغوي له د ووټ حق وركړے شي ځكه چې دا زمونږ پخوانۍ غوښتنه ده۔ده ووئيل غير هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق ترلاسه كيدو سره به نه يواځي پاکستانيان كوم چې غير هېوادونو كښې مېشته دي هغوي ته د كورنيو سره هېواد ته د راتللو موقع ترلاسه شي بلکه پاکستان كښې به د سرمايه کارۍ ډاډګيرنه وشي او د زياتو ترسيلات زر په راتللو به د هېواد معېشت مستحکم شي۔ برتانيه كښې مېشته يو کاروباري شخصيت ضياءالدين ووئيل زه په دې حق كښې يم چې نورو هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته نه يواځي د ووټ حق ترلاسه شي بلكه هغوي له دې ټاكنو كيدو د برخې اغستو موقعه هم وركړې شي چې دغسې د سمندر پوري پاكستانيانو بشپره نمائندګۍ وكړي او د خپلو وګړو لپاره ښه قوانين جوړ كړے شي كوم څخه به چې دوي ته ګټه ورسي۔ده ووئيل داسې نه ده پكار چې په نورو هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان په وينه او خوله ګټلي روپۍ خو پاکستان ته ليږي خو هغه ته د خپل هېواد په پريكړه كولو كښې حق نه وي ترلاسه۔ مانچسټر كښې 25 كلونو راهسې مېشته ډاکټر حيدر عباس ووئيل زه جنرل فزيشن يم او د دې خبري بشپر ملاتړ كوم چې بهر هېوادونو كښې څومره هم پاكستانيان دي بايد هغوي ته د ووټ حق وركړے شي۔ده ووئيل څومره چې هم نورو هېوادونو كښې پاكستانيان ژوند كوي د هغوي زړونه د پاكستان سره درزيږي او زمونږ همدردۍ عمر له د پاکستان لپاره دي۔ ده ووئېل په دې خبر اوريدلو ډير خوشحاله شوم چې حکومت په نورو هېوادونو كښې مېشته پاکستانيانو له د ووټ حق وركوي ٬ دې اقدام سره به زمونږ ډاډګيرنه وشي او وړاندې څخه زيات به هېواد كښې سرمايه كاري هم وكړو
سمندر پوري پاکستانيانو ته د ووټ حق ترلاسه كيدو سره به په نورو هېوادونو كښې د مېشته وګړو هېواد سره رابطې لا قوي شي، جمهوري عمل كښې د شرکت لاره به هواره شي، برطانيه كښې د مېشته پاكستانيانو هركلے
مضمون کا ماخذ : estratégias para lotomania